یو ماشوم د بریتانیا صدراعظم په کرکټ کې اوټ کړ
د بریتانیا صدراعظم ریشي سوناک په یوه خیریه پروګرام کې په لندن کې له ماشومانو سره کرکټ وکړ او د یوه ماشوم له لوري اوټ یا وسوځول شو. د دې پروګرام هدف د بریتانیا کرکټ لوبډلو ته د څه باندې یو میلیون ځوانانو جذبېدل دي. بریتانیا غواړي ۴۴ میلیونه نور ډالر د کرکټ په زېربناوو ولګوي.