نیوزلینډ له پاکستان د یو ورځنیو لوبو لړۍ وګټله
د پاکستان په کراچۍ ښار کې درېيمه یو ورځنۍ لوبه هم د ۲ وېکټو په توپیر د نیوزلینډ په ګټه تمامه شوه. د پاکستان د ۲۸۱ منډو هدف، نیوزلینډ په ۴۹ اور کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره ترلاسه کړ. د دې لوبلړۍ لومړۍ سيالي پاکستان او دویمه نیوزلینډ ګټلې وه. په وروستۍ لوبه کې د پاکستان لپاره فخر زمان سلیزه ووهله او محمد رضوان ۷۷ منډې جوړې کړې. د نیوزلینډ لپاره ډېوین کانوې، کېن ویلیمسن او ګلین پیليپس نیمه سلیزې ووهلې. په دې لوبه کې ګلین پیلیپس غوره لوبغاړی ونومول شو او ډېوېن کانوې بیا د لوبلړۍ د غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه.