ايران د راتلونکي کال لپاره په امنيتي او تبليغاتي برخه کې د بوديجې طرحه وړاندې کړه
په نوې بودجه کې د سپاه د ځواکونو لګښتونه ۲۸ فیصده زیاتوالی او د راډیو ټلوېزیون هغه ۴۲ فیصده زیاتوالی ښېي.
د استخباراتو او محابسو د ادارو په بودجو کې هم ۵۰ فیصده زیاتوالی تر سترګو کېږي.
د نوې بوديجې طرحه داسې مهال وړاندې کېږي چې ایران د اټومي فعالیتونو د پراختیا او د مظاهرهچیانو د ځپلو له کبله د لوېدیځ له سختو فشارونو او بندیزونو سره مخامخ دی.