ملګرو ملتونو ته په سرپل کې له بشري حقونو څخه د سرغړونو راپورونه رسېدلي
د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینیټ د سرپل ولایت له بلخاب ولسوالۍ د خپلسرو وژنو، د اوسېدونکو د بې ځایه کېدو، د ملکیتونو له منځه تللو او له بشري حقونو د نورو سرغړونو د اندېښمنونکو راپورونو د ور رسېدو خبر ورکړی. بینیټ نن په خپل ټویټر اکاونټ کې زیاته کړه، چې د انټرنېټ د بندېدو او د رسنیو د پوښښ نشتوالي له امله نه شي کولی دا راپورونه تایید کړي. خو هغه ټینګار وکړ، چې ټولې خواوې باید نړیوال بشردوستانه قوانین رعایت کړي. تر دې مخکې د بشري حقونو... Читать дальше...