د ارمنستان صدراعظم د پارلماني ټاکنو د ترسراوي لپاره موافقه ښودلې
په لانجو کې ایسار د ارمنستان صدراعظم له وخته مخکې د پارلماني ټاکنو د ترسراوي لپاره موافقه ښودلې. صدراعظم نیکول پاشینیان له اذربایجان سره د یو نیم میاشتنۍ خونړۍ جګړې د پای ته رسولو په هدف د شوې هوکړې په خاطر د مخالفو ګروپونو له سختو فشارونو سره مخ دی. پاشینیان سره له دې چې جمعه له صدراته د لېرې کېدو په خاطر د مخالفینو غوښتنې رد کړې خو ویې ویل چې په ۲۰۲۱ میلادي کال کې له وخت مخکې ټاکنو ترسراوي په اړه له عمده سیاسي ګروپونو سره خبرو ته چمتو دی. نیکول پاشینیان په خپله فیسبوکه پاڼه لیکلي، له صدارته یواځې هغه وخت تېرېږم چې خلک یې وغواړي. Читать дальше...