د غزني والي وايي، د خبریال نېکزاد د قاتلینو څرک یې لګولی
چارواکي وايي، په غزني کې د وژل شوي خبریال رحمت الله نېکزاد د وژونکو څرک یې لګولی دی. د غزني والي جنرال محمد عمر نورستاني ازادي راډیو ته وویل، کله چې هم په څېړونو کې پرمختګ وشي، نو جزئیات به یې له تاسو سره شریک شي. ښاغلی نورستانی زیاتوي: "موږ د نېکزاد صیب د قضیې په ارتباط کلک هدایت امنیتي ځواکونو ته ورکړی دی، په ځانګړي توګه چې کشفي برخې لري، یو څه سرنښت موږ پیدا کړی دی، موږ ورباندې کار کوو، کله چې یوې مثبتې پایلې ته ورسېدو انشاالله درسره شریک به یې کړو، کار په تیزۍ روان دی." رحمت الله نېکزاد... Читать дальше...