ازبکستان وايي د افغان سولې د سیاسي بهیر لپاره زمینه برابرولی شي
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د افغانستان د سولې د سیاسي بهیر لپاره زمینه برابرولی شي. د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف پرون په برلین کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال میروس ناب سره په کتنه کې دا خبره کړې ده. د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دوی په افغانستان کې د ثبات او سولې له ټینګولو سره علاقهمندي لري او کولای شي چې د بینالافغاني خبرو د پېل لپاره زمینه برابره کړي.