افغانستان ته د ۲۴ امریکايي سرتېرو راتګ
امریکا د خپل ملي ګارد ۲۴ سرتېري افغانستان ته رالېږي. د دغو پوځیانو، چې د پوځي پولیسو د ۲۰۶ کنډک غړي دي، د خدای پامانۍ مراسم پرون ماسپښین په نیویارک کې جوړ شول خو ټاکل شوې ده چې د پنجشنبې په ورځ له ټکساس څخه افغانستان ته روان شي. دوی به په افغانستان کې لس میاشتې تېرې کړي او مسوولیت به یې د امریکايي قوماندانانو ساتنه وي.