چارواکي: کندهار کې د ځانمرګي په ګډون ١٠ وسله وال طالبان وژل شوي
د کندهار په خاکرېز ولسوالۍ کې د پوليسو پر پوستو د وسله والو په ډله ييزه حمله کې د يوه ځانمرګي په ګډون ١٠ وسله وال طالبان وژل شوي دي. نن تر غرمې مخکې لومړى وسله والو پر دغو پوستو د موټربم حملې هڅه وکړه، چې وروسته وسلواله نښته پيل شوه. د والي وياند احمد بهير احمدي ازادۍ راډيو ته وويل، د وسلوالو طالبانو د دې ډله ييزې حملې مخه نيول شوې ده: "مخکې تر دې چې موټربم هدف ته ورسېږي، امنيتي ځواکونو يې په اړه راپور ترلاسه کړ او د راکټ انداز او ٨٢ په مرسته يې هغه موټربم او په کې ناست ځانمرګي بريدګر له منځه... Читать дальше...