افغانستان او وېسټ انډیز کرکټ لوبډلې نن ۲۰ اوره لوبه کوي
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله به نن د نومبر په ۱۴مه، له وېسټ انډیز سره د درېیو ۲۰ اوره سیالیو لړۍ پیل کړي. دا سیالۍ د هند په لکهنوو ښار کې کېږي. افغانستان او وېسټ انډیز تر دې وړاندې درې یو ورځنۍ (پنځوس اوره) سیالۍ درلودې چې د نومبر په ۶مه پيل شوې، خو افغانستان درې واړه لوبې وبایللې. د افغانستان د لوبډلې د غوراوي پلاوي مشر انډي مولز د اکټوبر په ۲۶مه اسوشیټېډ پرس ته ویلي و چې د نړیوال جام په سیالیو کې تر سختې ماتې وروسته، په هند کې دا سیالۍ افغانستان ته ډېرې مهمې دي. د ۲۰ اوره مسابقو دوهمه... Читать дальше...