د غزني چارواکي: د ښځو په وړاندې تشدد د پخوا په پرتله کم شوی
په غزني کې د ښځو د حقونو یو شمېر مدافعانې وايي چې په کلیوالي سیمو کې ښځو ته صحي امکانات نشته او تر سخت ټولنیز فشار لاندې دي. زینب احمدي چې په غزني کې د ښځو د حقونو لپاره مبارزه کوي پرون د فبرورۍ په نهمه ازادي راډيو ته وویل چې په غزني کې د ښځو د ژوند د ښه کېدو لپاره هڅې ډېرې کمزورې دي. په غزني کې د ښځو خبریالانو د ټولنې مشرې خدیجې اشرفي ویلي چې حکومت په غزني کې د ښځو د ټولنیزو ستونزو د پام وړ کار نهدی کړی. خو د غزني د ښځو چارو رئیسې، شکریه ولي پرون ادعا کړې چې د ښځو په وړاندې تشدد د پخوا په پرتله کم شوی دی. Читать дальше...