د غزني ځیني پولیس: له څو میاشتو راهیسې مو معاشونه نه دي اخیستي
دوی ازادي راډيو ته وویل، که څه هم چې د وطن د دفاع په خاطر جنګېږي، خو بیا یې هم له تیرو څو میاشتو خپل معاشونه نه دي اخیستي او یا یې هم معاشونه یو مخ ورک دي.
اخوا د غزني نظامي چارواکي بیا وايي چې په دغه ولایت کې د ټولو سرتېرو معاشونه اجرا شوي دي.
د غزني امنیه قوماندان سمونوال محمد خالد وردګ په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:
"په دغه ولایت کې ټولو پولیسو ته له بایومټریک کېدو وروسته معاشونه ورکول شوي دي."
دا په داسې حال کې ده چې د هېواد د ځینو نورو سیمو په څېر په غزني کې هم پولیس له وسله والو سره په جګړه بوخت دي او د دغه ولایت د خلکو اقتصاد کمزوری بلل کېږی چې د دغو پولیسو کورنیو د همدغو سرتېرو معاشونو ته سترګې نیولې وي.
.