هوتک: د احمد شاه ابدالي په کرکټ سیالیو کې نجیب ترکي ۶۷۰ منډې کړي
د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک ازادي راډيو ته وویل چې د نجیب ترکي ترڅنګ شاهدالله بل هغه منډه جوړونکی دی چې په پنځه سیالیو کې يې ۶۱۰ منډې کړي او د نومرو په جدول کې يې دوهم ځای خپل کړی دی.
همدا شان د دې سیالیو د توپ اچونکو په نوملړ کې بیا ظاهرخان چینه مین د ۳۰ وېکټو په اخېستو لومړی او ظهیر د ۲۹ لوبغاړو په سوځېدو دوهم ځای خپل کړی دی.
د احمد شاه ابدالي د کرکټ دغه څلور ورځنۍ فرسټ کلاس سیالۍ نږدې یوه میاشت وړاندې د افغانستان د پنځه زونونو د لوبډلو ترمنځ په کابل، ننګرهار او کونړ کې پیل شوي دي.