خلیلزاد له پاکستاني چارواکو سره پر افغان سولې غږېږي
په اسلاماباد کې د امریکا سفارت وایي، د افغانستان د سولې او پخلاینې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پرون او نن له پاکستاني لوړ پوړو چارواکو سره په افغانستان کې د سولې د ټینګېدو پر لارو چارو خبرې وکړې.
د خپره شوې خبرپاڼې له مخې پاکستاني چارواکو ښاغلي خلیلزاد ته ډاډ ورکړی چې د بینالافغاني خبرو د ګړندي کېدو او په افغانستان کې د هر ډول مرستې او همکارۍ ته چمتو دي.
د خبرپاڼې له مخې ښاغلي خلیلزاد د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي او د پاکستان د پوځ له لوی درستیز قمر جاوېد باجوه په ګډون له یو شمېر چارواکو سره خبرې وکړې.
د خبرپاڼې په وینا خلیلزاد د پاکستان د صدراعظم عمران خان وروستۍ څرګندونې چې په افغانستان کې د سولې د پروسې د ملاتړ او د سیمې د ثبات او سوکالۍ د یوه پراخ لیدلوري لپاره کړي، وستایلې.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی خلیلزاد به پهدې سفر کې چې د مې له ۱۱مې دوام کوي، بیا په قطر کې له طالبانو سره بل دور خبرې ترسره کړي.