د قرغزستان ولسمشر افغانستان ته د سولې په ټړاو د مرستې ډاډ ورکړ
د قرغزستان ولسمشر سورن بای جاني بېکوف ژمنه کړې چې په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره به مرسته وکړي.
دا خبر د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې خپور شوی.
په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي.
د خبرپاڼې په حواله، د قرغزستان ولسمشر پرون د اپرېل په نولسمه د بهرنیو چارو له وزیر صلاح الدین رباني سره په افغانستان کې د وضعیت په اړه خبرې کړي دي.
د خبرپاڼې په حواله، صلاح الدین رباني د قرغزستان له حکومته غوښتنه کړې چې د کاسا ۱۰۰۰ پروژې په سرته رسولو کې مرسته وکړي.
کاسا ۱۰۰۰ د افغانستان له لاري پاکستان ته د تاجکستان او قرغزستان د برق د انتقال پروژې ته ویل کېږي.
د دې طرحې عملي کېدل د افغانستان له اقتصادي ودې سره ډېره مرسته کولای شي.
صلاح الدین رباني همدا راز د قرغزستان، ازبکستان، افغانستان او چین ترمنځ د رېل ګاډي د پټلۍ د جوړېدو له پروژې سره د بشکیک همکاري غوښتې ده.