د تماس ډلې په غونډه کې د سولې پر پروسې بحث وشو
د افغانستان او شانګهای د همکاریو د سازمان د تماس ډلې په غونډه کې پر امنیت، د طالبانو او حکومت د سولې پر پروسه او د بین الافغاني خبرو پر امکان بحث وشو.
د افغانستان او شانګهای د تماس ډله په ۲۰۰۵ میلادي کال کې جوړه شوې او یو هدف یې د سیمه ییزي همکارۍ پراختیا دی.
د دې ډلې درېیمه غونډه پرون د اپرېل په نولسمه د قرغزستان په پلازمېنه بشکېک کې پیل شوه.
قرغزستان د شانګهای د همکاریو د سازمان نوبتي مشر دی.
د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د افغانستان پلاوي له قرغزستان سره په ګډه د غونډې مشري کوله. په خبرپاڼه کې نور جزیات نه دي ورکړل شوي.