خامنه اي د ایران سېلاب ځپلو سیمو ته ۲ میلیارده ډالر منظور کړل
د ایران د دولتي رسنۍ د راپور له مخې، حکومت پرون وویل چې وروستیو سېلابونو لارو، سړکونو، کورونو او کرنیزو ځمکو ته شااوخوا دونیمو میلیاردو ډالرو په ارزښت تاوان رسولی دی.
دا په اویا کلونو کې په ایران کې تر ټولو سخت سېلابونه وو چې د ځاني تلفاتو شمېر یې ایراني چارواکو اویا تنه ښودلی دی.
سېلابونو همداراز له ۲۲۰ زرو زیات کسان دې ته اړ کړي چې په بېړنیو ځایونو کې ځای پرځای شي.
د ایران د دولتي ټلویزیون د خبر له مخې، ایات الله علي خامنه اي په هغه لیک کې چې ولسمشر حسن روحاني ته یې استولی، ویلي چې له پراختیایي ملي صندوقه به له دغو پیسو هغه وخت استفادې ته اجازه ورکول کېږي چې نورې مالي منابع پیدا نشي.