"IPL" کې ممبی انډينز لوبډله د رایل چلنجرز بنګلور پر وړاندې لوبېږي
دا دواړه لوبډلې پهداسې حال کې سره مخ کېږي چې ممبی د «ای. پي. اېل» په روانو سیالیو کې ۷ لوبې کړي چې څلور یې ګتلي، خو بنګلور بیا پهخپلو ۷ لوبو کې يوه بریا خپله کړې ده.
د دې سیالیو د تېرې شپې په لوبه کې ډېلي کپیټلز لوبډلې حیدراباد لوبډلې ته په ۳۹ منډو ماتې ورکړه.
د حیدراباد لوبډلې په ترکیب کې راشد خان ولوبېد چې په څلورو اورونو کې یې ۲۲ منډې ورکړې او يوه وېکټهیې واخیسته.