چارواکي: په بدخشان کې پنځلس طالبان وژل شوي
د بدخشان د والي ویاند نېک محمد نظري ازادي راډیو ته وویل چې طالبانو د وردوج ولسوالۍ له لوري پر زیباک، کران او منجان او جرم ولسوالیو تهاجمي حملې پیل کړې چې د افغان ځواکونو په ځوابي حملو کې د دوی ۱۵ وسله وال ووژل شول او شپږ نور ټپیان شول.
د ښاغلي نظري په وینا، په وژل شویو کې د طالبانو یو قوماندان او دوه بهرني اتباع هم شامل دي.
ده وویل:
"په وژل شویو کسانو کې یو تن د طالبانو یو مهم غړی او مخکښ قوماندان دی او امنیتي ځواکونو چې موږ ته راپور راکړی، دوه تنه یې بهرنیان دي."
دا حملې په داسې حال کې کېږي چې طالبانو د الفتح په نوم د خپلو پسرلنیو عملیاتو پیل اعلان کړی دی.