افغان فوټسال لوبډله له ایران او هانګ کانګ سره یو ګروپ کې راغله
د دې فدراسیون د رسنیو مسؤل شفیع شاداب نن ازادي راډيو ته وویل چې دا قرعهکشي نن د مالیزیا په مرکز کوالا لامپور کې وشوه.
افغانستان له ایران او هانګ کانګ سره یو ګروپ کې راغی.
دغه سیالۍ د ۱۲ لوبډلو په ګډون د روان میلادي کال له ۱۴مې تر ۲۴مې د ایران په تبریز ښار کې ترسره کېږي.