مشهور اختطاف کوونکی عمران له پولیسو سره په نښته کې ووژل شو
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت سرپرست ویاند نصرت رحیمي ازادي راډيو ته وویل د عمران په نوم دغه وژل شوي غیر مسؤله وسلهوال په زیات شمېر وژنو او اختطافونو کې لاس درلود چې تېره شپه د کابل د ۱۷مې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې له پولیسو سره په وسلهواله نښته کې ووژل شو.
نوموړي وویل چې د دې کس نوم د کورنیو چارو وزارت له لوري د مجرمینو په خپور شوي لېست کې هم شامل شوی وو.
ښاغلي رحیمي همدا شان وویل چې وژل شوي کس د پوځيانو یونیفورم په تن کړی و او یو میل وسلهيې هم درلوده.