خامنهاي: په ترورېستي لېست کې د سپاه پاسداران شاملول ناوړه ګام دی
د ایران ستر مذهبي مشر ایتالله علي خامنهاي وايي، امریکا د ترورېستي سازمانونو په لېست کې د ایران د سپاه پاسداران ځواک په شاملولو سره ناوړه ګام پورته کړی دی.
د ایران یوه دولتي ټلوېزیون د خامنهاي له قوله ویلي دي چې سپاه پاسداران د ایران د اسلامي جمهوریت د دښمنانو ضد جبهه ده.
د ایران ولسمشر حسن روحاني هم د ترورېستي سازمانونو په لېست کې د ایران د سپاه پاسداران ځواک د شاملولو په اړه د امریکا پرېکړه غندلې ده.
روحاني نن په یوې ټلوېزیوني وینا کې وویل، د امریکا دا پرېکړه یوه خطا ده او متحده ایالات د نړۍ د ترورېزم رښتینی مشر دی.
ده زیاته کړه:
"تاسو فکر کوئ چې د سپاه پاسداران انقلاب پر ضد خبرو سره به په ایران کې اختلافات پیدا کړئ؟د سپاه محبوبیت به کم شي؟ تاسو باید پوه شئ چې د ایران د خلکو په زړونو او په سیمه کې چې نن د سپاه کوم محبوبیت دی، هغه به تر بل هر وخته زیات شي."
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ پرون د ایران سپاه پاسداران ځواک د نړیوالو ترورېستي ډلو په لېست کې شامل کړ.
دا لومړی ځل دی چې امریکا د یوه بل هېواد پوځ په ترورېستي لېست کې شاملوي.