یوناما په جلالاباد کې د ملکيانو پر مرګژوبلې اندېښنه وښوده
یوناما په یوې اعلامیه کې نن ویلي چې د دوی موندنو ښودلې چې په تېرو ۵ ورځو کې په جلالاباد کې د ماینونو په چاودنو کې ۴۰ ملکیانو ته چې ماشومان او ښځې هم پهکې شامل دي، مرګژوبله اوښتې ده.
ملګرو ملتونو په فوري توګه د ګڼې ګوڼې او په عامه ساحو کې د ماینونو د استعمال د بندېدو غوښتنه کړې ده.
په جلالاباد کې پرون هم د سړک د غاړې چاودنې یو ملکي وګړی وواژه او درې نور یې ژوبل کړل.