د کونړ چارواکي: په ماڼوګي کې ۲۵ وسلهوال وژل شوي
جنرال ساپي ویلي دي چې پهدغې سیمه کې د طالبانو او داعش په وروستۍ جګړه کې یوه مېرمن او دوه ماشومان هم وژل شوي دي.
نوموړي وویل، پهدې عملیاتو کې يې د داعش دوه مهم کسان نیولي دي.
دی وايي:
"نن شپه په دريیو بجو مو دوه تنه داعشیان د یو میل کلاشینکوف، دوه لاسي بمونو او د دوو مارکوړو سره نیولي او د قانون منګولو ته مو سپارلي دي."
ښاغلي ساپي وویل، په چپه دره کې د داعش وسلهوالو ډلې په لیکو کې عربان، ازبکان او چیچنیان شامل دي.
د سیمې اوسیدونکي له افغان حکومته غواړې چې په چپه دره کې د جګړې بل شوی اور مړ کړي او خلکو ته دې بېرته خپلو کورونو ته د ستنېدو زمینه برابره کړي.
دولتي مسؤلین وايي، له چپې درې ولسوالۍ څخه تر اوسه ۲۵۰۰ کورنۍ نورو سیمو ته کډه شوي چې تراوسه له یو شمېر کورنیو سره مرسته شوې ده.