د عفوې سازمان: پاکستان دې ژرتر ژره د خلکو د بې درکۍ لړۍ بنده کړي
د بشري حقونو د ملاتړ دې سازمان ویلي، د وګړو جبري بې درکۍ له ډېرې مودې راهیسې د پاکستان پرلمن تور داغ دی.
دې ډلې ویلي چې په پاکستان کې د توکمیزو او مذهبي اقلیت ټولنو غړي، د بشري حقونو مدافعان، سیاسي فعالان او د وسله والو او داسې مذهبي ډلو غړي چې فعالیت یې ممنوع دی، لادرکه شوي دي.
په پاکستان کې په دې اړه د څېړنې ځانګړي کمېسون ویلي چې د لږترلږه ۲۱۷۸ د بې درکه شویو خلکو دوسیې ورته پرتې دي.
په پاکستان کې د بشري حقونو د څارنې یو شمېر خپلواکې ډلې او مدني فعالان پر دې کمېسون تور پورې کوي چې د ستونزې د عاملانو د نیولو لپاره یې له خپله ټوله صلاحیته کار نه دی اخیستی.