د افغانستان د جودو فدراسیون ۲ افغان لوبغاړي ترکیې ته رسېدلي
د افغانستان د جودو فدراسیون ۲ افغان لوبغاړي ترکیې ته رسېدلي، څو د خپلو راتلونکو سیالیو لپاره چمتووالی ونیسي.
د دغه فدراسیون رئیس زکریا یاسري نن ازادي راډيو ته وویل چې دغه لوبې د ترکيې په انتالیا کې د اپرېل په ۵مه نېټه جوړېږي او تر ۷مې نېټې پورې دوام کوي.
پهدغو لوبو کې له ۱۶۰ هېوادونو لوبغاړي ګډون کوي.