چارواکي: په کندهار کې د طالبانو یو مهم قوماندان وژل شوی
د کندهار د والي ویاند عزیز احمد عزیزي نن ازادي راډیو ته وویل، د طالبانو دا قوماندان چې په فوجي مشهور و، ملي پولیسو په میانشین ولسوالۍ کې په یوه کمین کې وژلی دی
دی وایي:
"دا قوماندان په فوجي مشهور و او غوښتل یې چې د میانشین ولسوالۍ پر امنیتي کمربند برید وکړي، امنیتي ځواکونه خبر وو او وار یې پرې مخکې کړی، نو دا قوماندان وژل شوی دی."
ښاغلي عزیزي زیاته کړه چې په دې عملیاتو کې امنیتي ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی.
طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.