د افغانستان د ملي امنیت ځواکونو ۶ تنه ترهګر نیولي
د دې ریاست په وینا د داعش دغو غړیو غوښتل د نوي کال په لومړۍ ورځ په پلازمېنه کابل کې تروریستي حملې وکړي.
د ملي امنیت ریاست همدا راز وايي چې د خاصې قطعې ځواکونو یې په وروستۍ یوه اوونۍ کې په زابل، هرات، فراه، پکتیکا، بدخشان، غزني، هلمند، بلخ او سرپل ولایتونو کې ۴۴ وسلهوال مخالفان نیولي دي.
د دولت وسله والو مخالفو ډلو تراوسه پورې د ملي امنیت د ریاست د دې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.