د بلخ چارواکي: د نوروز لمانځلو لپاره جدي امنیتي تدابیر نیول شوي
عبدالرقیب مبارز نن چهارشنبه د مارچ شلمه، ازادي راډیو ته وویل:
"هېڅ د اندېښنې ځای نشته، موږ د سیمې د اوسېدونکو سره په دوامدار ډول په تماس کې یو. هر څوک چې دلته راځي موږ امنیت ورته نیسو، هېڅ امنیتي مشکل دلته نشته."
د یو شمېر سرچینو په حواله، د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني به سبا په بلخ کې د نوروز د جشن د پېل په مراسمو کې برخه اخلي، خو د بلخ امنیه قوماندان دا خبر نهدی تأیید کړی.
د ازادي راډیو د خبریال په حواله، د افغانستان د کورنیو او دفاع وزیران نن بلخ ته ځي.