د غور د فوټسال د غورهلیګ سیالۍ پای ته ورسېده
د افغانستان د فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې دغه سیالۍ اووه ورځې وړاندې د اووه لوبډلو ترمنځ پیل شوې چې په پایلوبه کې يې اتحاد لوبډلې ارین سکلیټ لوبډلې ته ماتې ورکړه او د دغه سیالیو اتلولې يې خپله کړه.
د دغو سیالیو دوهم مقام ارین سیکلټ او درېیم مقام بیا توپان لوبډلې خپل کړ.