یو کمیډین چې د کېم جونګ اون پېښې یې کړې وې، له ویتنامه وایستل شو
ټاکل شوې چې کېم د امریکا له ولسمشر ډونالد ټرمپ سره د راتلونکې چهارشنبې او پنجشنبې په ورځو په هانوی کې وګوري.
استرالیایي کمیډین هاوارډ ایکس چې نن د هانوی له هوایي ډګره هانګ کانګ ته چېرې چې هلته اوسي، بېرته واستول شو، د هانوی په اوپرا خونه کې یې له بل امریکایي کمیډین سره چې د ډونالد ټرمپ رولیې لوباوه، یوه جعلي غونډه کې د کېم جونګ اون پر ځای رول لوبولی و.
هغه ویلي چې پولیسو ورته له دې هېواده د ایستلو په اړه ویلي چې وېزهیې اعتبار نهلري.
هغه ویلي چې طنز د هر دیکتاتور په وړاندې قوي وسله ده.