"م. م" د شمالي کوریا یوه پلاوي ته اجازه ورکړې چې ویتنام ته لاړ شي
د ملګرو ملتونو ډیپلوماتانو د چهارشنبې په ورځ وویل چې ویتنام له دغې کمېټې غوښتي و چې د شمالي کوریا دغو جګپوړو چارواکو ته په استثنایي ډول اجازه ورکړي چې د فبرورۍ په ۲۷مه او ۲۸مه نېټه په هانوې کې له خپلو امریکایي سیالانو سره وګوري.
د ملګرو ملتونو د بندیزونو کمېټه په نړیواله سطحه له دولتونو غواړي چې خپلو هېوادونو ته د دې کمېټې د بندیزونو په فهرست کې شاملو کسانو ته د سفر ویزې ورنهکړي.
دغې کمېټې د تېر کال په جون کې په سنګاپور کې د ټرمپ او اون د لومړنۍ کتنې په مهال د شمالي کوریا پلاوي ته ورته اجازه ورکړې وه.
تر اوسه د کوریا له ټاپو وزمې د اټمي وسلو د تولید په برخه کې هغه ژمنې نهدي عملي شوي چې په مخکېنۍ سرمشریزه کې یې ژمنې شوې وې.