اروپایي ټولنې رومانیا ته خبرداری ورکړ
اروپایي ټولنې رومانیا ته، د فساد پرضد قوانینو کې د بدلون په خاطر خبرداری ورکړ.
اروپایي ټولنې د رومانیا له حکومته غوښتې دي چې پهدې برخه کې وضاحت ورکړي.
انتقاد کوونکي وایي چې د رومانیا حکومت پهدې ډول غواړي چې پر قضایي ادارو خپل کنټرول زیات کړي.
د اروپایي ټولنې د کمېسیون ویاند مارګریټس شیناس پرون وویل، د رومانیا حکومت باید ډېر ژر اصلاحاتو ته مخه کړې او هغه ګامونه وانهخلي چې له فساد سره په مبارزه کې ورسره وروسته پاتېږي.
د رومانیا حکومت د سې شنبې په ورځ داسې قانون تصویب کړ چې له مخې یې د لوی څارنوالۍ صلاحیت محدود شوی دی.