د اوکراین ولسمشر: «م.م» دې د سوله ساتو ځواکونه په استولو غور وکړي
پترو پروشینکو پرون د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته وویل، دی د ملګرو ملتونو د سوله ساتي ځواکونو د لېږلو په برخه کې خبرو ته چمتو دی، څو په اوکراین کې د ده په وینا د روسیې د مداخلې مخه ونیسي.
روسیې د ۲۰۱۴ میلادي کال په مارچ میاشت کې د کریمیا ټاپو وزمه له خپلې خاورې سره یوځای کړه او د اوکراین په ختیځ کې د بیلتون غوښتونکو ملاتړ کوي.
د ۲۰۱۴ میلادی کال د اپریل له میاشتې را پهدې خوا د اوکرایني ځواکونو او بیلتون غوښتونکو ترمنځ په جګړو کې شاوخوا لس زره او درې سوه تنه وژل شوي دي.
کیف غواړي چې د ملګرو ملتونو سوله ساتي ځواکونه د اوکراین او روسیې پر پوله ځای پرځای شي.
روسیې ویلي دي چې له دې سره موافقه کوي چې محدود شمېر سوله ساتي ځواکونه د اوکراین ختیځ ته واستول شي.