د افغانستان دفاع وزیر د عربي اماراتو له ولیعهد سره کتلي
د افغانستان دفاع وزیر په عربي متحد اماراتو کې له نړیوال دفاعي نندارتون څخه هم د دې سفر پر مهال لیدنه وکړه، دا نندارتون چې ترڅنګ یې پر امنیتي چارو کنفرانس هم دی له څلورو ورځو راهیسې په ابوظبۍ کې پرانېستل شوی دی او نن یې وروستۍ ورځ ده.
د اسد الله خالد او د متحد عربي اماراتو د ولیعهد د خبرو جزئیات نهدي خپاره شوي.