خلیلزاد: د افغانستان سوله باید د قربانيو ارزښت ولري
ښاغلي خليلزاد پرون ماښام پر خپله ټوېټرپاڼه د بلجيم په پلازمېنه بروکسل کې له ناټو او اروپايي ټولنې له چارواکو سره د افغانستان د سولې اړوند د خپلو بحثونو په اړه ليکلي چې د افغانستان سوله باید د هغو قربانيانو ارزښت ولري چې دغه هېواد له څو لسیزو راهيسې ورکړي دي.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي په يوه بل ټوېټ کې ليکلي چې له ناټو او اروپايي ټولنې چارواکو سره توافق ته رسېدلی چې د افغانانو خپلمنځني خبرې باید په چټکۍ سره پر مخ لاړې شي او لومړيتوب ورکړل شي.
ده همداراز ليکلي چې په افغانستان کې د امریکا ځواکونو د حضور څرنګوالی د افغانانو تر منځ د تفاهم او شرايطو پر اساس ټاکل کېږي.