د کاسوو په پلازمېنه کې سلګونو کسانو مظاهره وکړه
دا اعتراضونه پر یوې ۱۶کلنې نجلۍ له جنسي تېري وروسته په پلازمېنه پرسټینا کې پیل شول.
د شوې ادعا له مخې پر دې نجلۍ په دریناس نومي ښارګوټي کې چې د پلازمېنې په دېرش کیلومترۍ کې پروت دی، جنسي تېری شوی.
اعتراض کوونکو پولیس په دې قضیه کې په غفلت تورن کړل او د هغو پر وړاندې یې سخته غوصه څرګنده کړه.
ویل شوي چې د پولیسو یو افسر وروسته له هغه پر دې نجلۍ جنسي تېری وکړ چې هغې له خپل ښوونکي د شکایت لپاره د پولیسو ادارې ته مراجعه وکړه.
دې نجلۍ خپل ښوونکی تورن کړی چې د ۲۰۱۷ کال په سپټمبر میاشت کې یې ناسم جنسي چلند ورسره کړی و.
سیمه ییزو رسنیو راپور ورکړی چې دا نجلۍ امېدواره شوې وه، خو پولیسو د ماشوم سقط کولو ته مجبوره کړې وه.
د راپورونو له مخې، تورن پولیس د څارنوالانو له خوا د تحقیقاتو لپاره نیول شوی او د دریناس چارواکو د تورن ښوونکي دنده هم ځنډولې، خو د دې قضیې په اړه تحقیقات هم ځنډېدلي دي.