د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر له دوستم سره پر افغان سولې غږېدلی
مولود چاوش اوغلو پر خپل ټویټر لیکلي چې د سې شنبې په ورځ یې په انقره کې له ښاغلي دوستم سره کتلي او د افغانانو په مشرۍ یې د افغانستان د سولې د بهیر ملاتړ څرګند کړی.
عبدالرشید دوستم په وروستیو کلونو کې ترکیې ته ډېر سفرونه کړي او د دې سفرونو علت یې ډېر صحي درملنه بلل شوې ده.