د سرپل چارواکي: په سوزمه قلعه کې ٤ افغان پوځيان وژل شوي
چارواکي وايي، د وسلهوالو دغو حملو چې تېره شپه ناوخته پيل شوې وې، څو ساعته دوام وکړ چې په نتيجه کې يې د دولت ګڼ مخالف وسلهوال هم وژل شوي دي.
د سرپل د والي وياند ذبيحالله اماني نن سهار ازادي راډيو ته وويل:
"د امنيتي ځواکونو ٦ تنه غړي شهيدان شوي او ٧ تنه ټپيان دي. ساحې ته د مرستندوى او ضربتي ځواک له رسېدو سره سم د دښمن حملې په شا تمبول شوي دي."
ښاغلى اماني وايي، پهدغو حملو کې د دولت د وسلهوالو مخالفانو د وژل شويو غړو د شمېر په اړه کره معلومات نهلري.
د دولت وسلهوالو مخالفانو د دې پېښې په اړه څه نه دي ويلي.