د پروان سیاګرد ولسوالۍ کې زیاتې واورې د ډېرو کلیو لارې بندې کړي
نوراقا سامع نن پنجشنبه د جنورۍ ۳۱مه، ازادي راډیو ته وویل چې د زیاتې واورې د ورېدو له امله د مرکز او کلیو لارې بندې شوي دي او زرګونه کورنۍ له سختو ستونزو سره مخامخ دي.
سامع وویل چې د ستونزو د حل هڅې کوي.
سیاګرد د پروان په نا امنو ولسوالیو کې ګڼل کېږي.