پارلمان کې به د پوځي عدالتونو د مودې غځولو مخالفت کوو: پيپلز ګوند
د جنورۍ پر ۱۸مه په کراچۍ کې د پیپلز ګوند د مرکزي کمیټۍ تر غونډې وروسته یوې خبري غونډې ته د وینا پر وخت د ګوند یو مشر فرحت الله بابر وویل پوځي عدالتونه د لادرکه کړل شویو خلکو عدالتونو ته د نه وړاندې کولو لپاره د بهانې په توګه کارول کېږي.