د یونس قانوني یو ساتونکی پر پولیسو د ډزو په تور ونیول شو
د کورنیو چارو د وزارت ویاند نجیب دانش ازادي راډیو ته په یوه لنډ پیام کې ویلي، د لسم ریاست (د لوړ پوړو چارواکو د ساتنې ریاست) یو کارکوونکی د پولیسو له خوا ونیول شو.
په ورته وخت کې یوه باوري امنیتي سرچینه چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل، د لوړپوړو چارواکو دساتنې د ریاست دغه کارکوونکی د پخواني جمهور رئیس د مرستیال یونس قانوني ساتونکی دی.
پخوا تر دې د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند بصیر مجاهد ازادي راډیو ته ویلي چې د لسم ریاست دغه کارکوونکی نن د کابل ښار په یوولسمه ناحیه کې په داسې حال کې چې پولیس غوښتل د ده د موټر تورې ښیښې پاکې کړي، ده پرې ډز وکړ، ونیول شو.
د مجاهد په خبره، په پېښه کې چاته زیان نه دی رسېدلی.
هڅه مو وکړه چې په دې اړه له محمد یونس قانوني او یا دده له نېږدې کسانو سره خبرې وکړو، خو بریالي نه شو.