د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر قاهرې ته ورسېد
د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو نن د مصر پلازمېنې قاهرې ته ورسېد.
پامپیو نن د منځني ختيځ نهو هېوادونو ته په رسمي سفر وتلی دی.
هغه به هڅه وکړي چې په منځني ختیځ کې د امریکا شریکانو ته ډاډ ورکړي.
له کله راهیسې چې له سوریې د امریکايي ځواکونو د وتلو خبره شوې، په منځني ختيځ کې یو شمېر هېوادونه شدیده اندېښنه لري.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر به نن په قاهره کې د مصر د ولسمشر عبدالفتاح السیسي او د بهرنیو چارو د وزیر، سامح شکري سره پر سیمهییز امنیت او د اقتصادي همکاريو پر پراختیا وغږېږي.
پامپیو مصر ته تر تګ مخکې، عراق او اردن ته تللی و او تر قاهرې وروسته به د خلیج عربي هېوادونو ته روان شي.