کرکټ بورډ: په ځينو ولایتونو کې به د کرکټ دوه ورځنۍ سیالۍ پیل شي
په دغه بورډ کې د لوبو د پرمختګ مسؤل جار عبدالرحیمزي ازادي راډیو ته وویل چې دغه سیالۍ به شااوخوا دوه اوونۍ دوام وکړي.
د ښاغلي عبدالرحیمزي په خبره، دغه سیالۍ به د شااوخوا ۵۰ ښوونځیو د زده کوونکو ترمنځ ترسره شي او په پنځو زونونو کې به د کرکټ د ۱۲ کلنو او ۱۵ کلونو دوه ټیمونه ورنه جوړ شي.