د فوټبال فدراسیون کارکوونکي: څارنوالي دې د تورونو موضوع ژر سپینه کړي
دوی نن په کابل کې يوې خبري ناستې ته وویل چې دغې چارې د دوی په فعالیتونو او کارونو ناوړه اغېز کړی او دغه موضوع باید ژر تر ژره سپینه شي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د نجونو د فوټبال د ملي ټیم د ځینو لوبغاړو پر وړاندې د جنسي ځورونې په اړه د ګارډین ورځپاڼې د راپور تر خپرېدو وروسته، ولسمشر غني د افغانستان لویې څارنوالۍ ته حکم وکړ چې د دغو ادعاوو د څېړلو لپاره دې يو پلاوی وټاکي.
دغه پلاوي تر دې مهاله د خپلو څېړنو په لړ کې د فوټبال فدراسیون د رئیس کرام الدین کریم په ګډون، د دغه فدراسیون د ځینو نورو مسؤلینو دندې ځنډولي او دوی یې ممنوع الخروج اعلان کړي دي.