په خوست کې چاودنې ۲ ملکیان وژلي او ۱۶ نور ټپیان دي
د خوست والي حلیم فدايي نن ماسپښین ازادي راډیو ته وویل چې چاودېدونکي توکي په یو موټرسایکل کې ځای پر ځای شوي وو او د دې پېښې ټول قربانیان ملکي وګړي دي.
نوموړي زیاته کړه:
"متأسفانه په بازار کې په عامه ګڼه ګوڼه کې انفجار وشو چې په پایله کې یې دوه ملکي وګړي شهیدان او ۱۶ زخمیان شوي، د خوست ولس په امنیت کې کلیدي رول لوبولای شي، انشاءالله د دښمن چې څومره شوم پلانونه وي، هغه به خنثی کېږي."
د خوست د ولایتي روغتون رئیس ډاکتر سخي سردار وویل چې د پېښې له ځایه دوی ته د یو وژل شوي کس جسد او ۱۳ ټپیان وروړل شوي چې د دوو تنو روغتیايي حالت نازک دی.
د پېښې له ځایه یو شمېر ټپیان د خوست ښار خصوصي روغتونونو ته هم لېږدول شوي دي.
بل لوري ته د پېښې عیني شاهدان د ټپیانو شمېر له دې ډېر بولي او وايي چې په پېښه کې ماشومان هم ټپیان شوي دي.
تر اوسه کومې وسلهوالې ډلې د یادې پېښې مسؤلیت نهدی منلی.