جهان ابادي: زیات مصارف به د ایران خلک د سړکونو راوتو ته اړباسي
په يوه داسي وينا کې چې تمه یې نه کېده، جلیل رحيمي جهان ابادي د پارلمان د کاري اجنډا په پيل کې وويل چې درانه مصارف چې لومړيتوب نه لري، بايد له منځه لاړ شي.
ښاغلي جهان ابادي په خپله وينا کې پخواني شوروي اتحاد ته اشاره وکړه او ويې ویل چې هغه هېواد د اټمي وسلو پر زېرمو او د نړۍ پر کچه پر نفوذ لرلو سربېره ونه توانېد چې خپل ځان خوندي وساتي.
د جهان ابادي دا خبرې د ایران د بهرنۍ پالېسۍ په اړه د ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه یي له رسمي دريځ سره په ټکر کې دي.
جهان ابادي اصلاحات غوښتونکی سياستوال دی چې د ایران په مجلس کې د سني پارلماني ډلې مشري کوي.
دی پخوانی علمي او اکاډميک کس دی او لس کاله د ایران د جمهوري ریاست د اسنادو مسؤل پاتې شوی دی.
د ايسنا خبري اژانس د راپور له مخې، جهان ابادي وویل چې په سیمه کې د ایران نفوذ مهم دی، خو یوه خبره بايد هېره نشي چې ځيني وختونه تر حده زیات مصارف ښايي خلک د تهران سړکونو ته اړباسي.