په بدخشان کې زرمینځونکي د تونل د نړېدو له امله تر خاور لاندې شوي
د بدخشان د والي ویاند نېک محمد نظري ازادي راډيو ته وویل، نن یکشنبه د ورځې ۱۰ بجې د بدخشان د کوهستان ولسوالۍ په شِپو سیمه کې یو شمېر زرمینځونکي په خپل لاس د کیندل شوي تونل د نړېدو له امله تر خاورو او تېږو لاندې شوي دي.
ښاغلي نظري وویل چې تر اوسه د ترخاورو لاندې شویو زرمینځونکو کره شمېر نه دی معلوم، خو په خبره یې چې ژغورونکي یې د ژغورنې لپاره سیمې ته استول شوي دي.
بدخشان د هېواد په شمال ختیځ زون کې موقعیت لري چې یو غرنی ولایت دی او د خاورینو غونډيو او د واورو د ښویدنو ستونزې په کې ډېرې او ترې د طبیعي پېښو راپورونه ورکول کېږي.