رومانیا د اروپایي ټولنې دورهیي مشري واخیستله
دغه هېواد د یوه ګډ اروپایي ارزښت د تنظیم په شعار سره د شپږو میاشتو لپاره د اروپایي ټولنې مشري واخیستله.
دا اقدام داسې مهال وشو چې ټاکل شوې بریتانیا له اروپایي اتحادیې ووځي او د دغې ټولنې د ډېریو هېوادونو ترمنځ ملتپالنه په ډېرېدو ده.
د رومانیا د ریاست په دوره کې به عمده پېښې د مارچ په ۲۹مه له اروپایي ټولنې څخه د بریتانیا وتل او په مې میاشت کې د اروپایي ټولنې د پارلماني انتخاباتو ترسره کېدل وي.