سرچینې:په ایران کې نن پر یوه سوداګر د اعدام حکم اجرا کېږي
سلطان باقري درمني چې په سلطان قیر مشهور دی، په فساد او جرمي اعمالو تورن دی.
د سلطان باقري د اعدام حکم د روان کال په اکټوبر میاشت کې د ایران سترې محکمې تأیید کړی و.
ایران په تېر دوبي کې د هغو کسانو د مجازاتو لپاره د ځانګړو محاکمو د جوړولو اعلان وکړ چې په مالي فساد کې په لاس لرلو تورن دي.
له هغه وخته راهېسې د دې محکمو په حکم درې ایراني سوداګر اعدام شوي دي.